7 زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه، په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.
ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى، ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.
شهزادګۍ به په محل کښې ښکلې ښکارى، د سرو زرو تارونو نه يې جامې دى جوړې شوې.
زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره حسينه ينه، سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.
اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره نازنينه ينه. د نقاب نه شاته ستا سترګې ګوګوشتکې دينه. ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه، چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.
هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه، هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه، نو، اے د يروشلم ښځو، زما جانان او زما آشنا دغه شان دېنه.
زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه، غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه. ”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه، زما ګوګوشتکې، زما بېعېبه مينې. زما سر په شبنم باندې لوند دېنه، او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“
د بنى اِسرائيلو خېمې ښائسته دى،
خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بېداغه او بېاِلزامه حاضر کړى،
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ.
اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،
ما پاک ښار، يعنې نوے يروشلم وليدلو چې د خُدائ پاک د طرفه د آسمان نه راکوزېدو، او دا داسې تيار کړے شوے وو لکه چې ناوې د خپل خاوند دپاره سنګار شوې وى.