6 د دې نه وړاندې چې د سحر باد ولګيږينه او د شپې تيارۀ چې په ختمېدو شينه، زۀ به د مُر غر ته ورمنډه کړمه او د لوبانو غونډو ته به لاړه شمه.
زۀ به په قربانګاه باندې څربه څاروى پېش کړم، او دې سره به غوَيان او چېلۍ هم قربانى کړم.
زما دپاره د خاورې نه يوه قربانګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.
چې کله هغه په ماښام کښې ډيوې بلوى نو هم دغه شان به کوى. دا د خوشبويۍ نذرانه به په راتلونکى ټولو وختونو کښې جارى ساتلے شى.
هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.
د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه، چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه، لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزه غرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.
چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟
چرته چې د مشکو، زعفرانو، دارچينو او هر قسمه مصالحو بوټى پېدا کيږينه، او عُود، مُر او لوبانو خوشبوداره عطر پېدا کيږينه.
زما جانانه، زر په منډه راشه، او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه خوشبوداره غونډو ته راشه.
په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى،
زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.
زمونږ د خُدائ پاک د خالص رحم په وجه به د سحر نمر په مونږ راوخېژى،
نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.
نو بيا هم زۀ تاسو ته يو نوے حُکم ليکم چې هغه په رښتيا د مسيح او ستاسو په ژوندون ليدلے کيږى ځکه چې تيارۀ ختميږى او رښتينے نُور اوس هم ځليږى.
ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې جماعتونو ته دا ګواهى ورکړى چې زۀ د داؤد د څانګې او نسل نه يم او د سبا ځلېدونکے ستورے يم.“
کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.