4 ستا غړۍ دومره ښائسته ده لکه د داؤد د ښار مناره، چې د زرګونو بهادرانو په ډالونو باندې شوې وى سينګاره.
د جِلبوعه په غرونو باندې دې پرخه او باران نۀ وريږى، د دې ځائ پټى دې همېشه شنډ وى. ځکه چې د تکړه کسانو ډالونه هلته په بېعزتۍ کښې پراتۀ دى، د ساؤل ډال دې نور د تېلو سره نۀ شى ځلولے.
خُدائ پاک خپل بادشاه له فتحې ورکوى، هغۀ چې څوک خوښ کړے دے نو هغۀ ورته خپله مستقله مينه ښودلې ده، داؤد او د هغۀ اولاد ته يې همېشه ښائى.“
د مصفاه حکمران د يشوَع زوئ ايصر د وسلې د ګودام په مخکښې ورپسې حِصه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې دېوال تاويږى،
نو بيا به زمونږ زامن په ځوانۍ کښې لکه د سيرابه تکو شنو بوټو په شان وى، او زمونږ لوڼه به لکه د محل د زينت د ستنو په شان وى.
ستا اننګى څومره ښائسته دينه، او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه. او ستا غړۍ څومره ښائسته ده، او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.
ستا غړۍ لکه د هاتى د غاښونو نه جوړه شوې مينارې په شان ښائسته ده نه. ستا سترګې د حسبون ښار د ځلېدونکو تالابونو په شان دينه، کوم تالابونه چې د دې ښار د بيترابيم دروازې سره دينه. ستا پوزه د لبنان د برج په شان ښائسته ده نه چې د دمشق ښار ترې نه ښکارينه.
ستا سر لکه د کرمل د غرۀ په شان اوچت دېنه، ستا د زلفو ښائست لکه د شاهى ګُلکارۍ په شان دېنه تر دې چې بادشاهان هم ستا د کمڅو د ولونو بنديوان دينه.
زۀ د يو دېوال په شان پېغله ومه، او اوس زما سينې لکه د برجونه په شان دينه. کله چې زما جانان ما ته ګورينه، نو هغه زما په کتلو باندې خوشحاليږينه.
او ترڅو چې تۀ يې، اے د رمې حفاظت کوونکيه، اے د صيون لور مضبوطې قلعې، پخوانے حکومت به تا ته بيا مِلاو شى، او بادشاهت به بيا يروشلم لور ته مِلاو شى.
او هغوئ د بدن د سر يعنې مسيح سره تعلق پرېښے دے. ځکه چې په هغۀ کښې د بدن ټول بندونه او پلې په خپلو کښې يو ځائ کيږى او خُدائ پاک ورله وده ورکوى.
کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے.