10 زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه، د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه، او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده.
کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه، نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.
چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟
اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه، د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه، او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه.
نو زۀ راپاڅېدم چې خپل جانان ته ور کولاو کړمه. زما د لاسونو نه عطر په څڅېدو شونه. زما د ګوتو نه د مُر چيړ په څڅېدو شونه کله چې ما د ور کُنډه راښکله.
اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه، تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه.
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى،
ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده.
کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.