Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




غزلې 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه، او په جنګ کښې هم ماهر دينه، هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده، او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د حفاظت کولو جوګه هم دينه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




غزلې 3:8
13 Iomraidhean Croise  

د هغه وخت نه واخله زما نيمو سړو به کار کولو او نيم کسان به د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو. هغوئ زغرې اغوستې وې او نېزې، ډالونه او غشى ورسره وُو. او زمونږ مشرانو د خلقو سره پوره مدد کولو،


يعنې د هغه خلقو سره چا چې دېوال جوړولو. چې کومو کسانو به د عمارت سامان وړلو نو هغوئ به هم په يو لاس باندې کار کولو او په بل لاس کښې به يې وسله نيولې وه،


خپله تُوره دې راواخله اے جنګياليه، تۀ ډېر شان او شوکت او دبدبه لرې.


تۀ به د شپې د دهشت نه نۀ يرېږې، او نۀ به تۀ د ورځې د غشى نه يرېږې،


دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه، چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان په پرګله کښې راروان دينه، د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.


سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپاره د لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه.


”زۀ مالِک خُدائ پخپله د دې خيال ساتم او پابندۍ سره اوبۀ ورکوم. او شپه او ورځ د دې څوکيدارى کوم چې څوک نقصان ور ونۀ رسوى.


زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د بابل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د بابل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى.


اهُود يوه دوه مخيزه تُوره جوړه کړې وه چې تقريباً اتلس اِنچې اوږده وه. هغۀ دا د خپلو جامو لاندې د ښۍ پښې سپينې پورې تړلې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan