Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




غزلې 3:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه، چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان په پرګله کښې راروان دينه، د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




غزلې 3:7
12 Iomraidhean Croise  

د دې په ځائ رحُبعام بادشاه د زېړو ډالونه جوړ کړل او د هغه آفسرانو په حواله يې کړل کوم چې د محل د دروازو څوکيداران وُو.


سليمان د بنى اِسرائيلو نه غلامان جوړ نۀ کړل، هغوئ د فوجيانو، مشرانو، فوجى آفسرانو، د ګاډو مشرانو او د آسونو والا په توګه خِدمت کولو.


بيا هغۀ دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغۀ سترګې وغړوه نو چې هغه يې وګورى.“ مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او د اليشع نوکر چې بره وکتل نو وې ليدل چې د اليشع نه ګېرچاپېره غر د اور د آسونو او جنګى ګاډو نه ډک وُو.


نو ما خلقو له تُورې، نېزې او غشى ورکړل او قبيله په قبيله مې د دېوال شاته په هغه ځايونو کښې ودرول چرته چې کار لا ختم شوے نۀ وو.


تۀ ډېر ښُکلے يې زما جانانه، تۀ څومره زړۀ وړونکے ينه، شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.


چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟


هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه، او په جنګ کښې هم ماهر دينه، هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده، او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د حفاظت کولو جوګه هم دينه.


سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپاره د لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه.


ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟


چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو، نو هغۀ به د فلستيانو خِلاف ډېر سخت جنګونه کول. نو چې کله هم هغۀ ته يو سړے مِلاوېدو چې مضبوط يا تکړه وو، نو هغۀ به هغه په خپل لښکر کښې شاملولو.


داؤد ورته وفرمائيل، ”دا رښتيا دى، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او تۀ به په خپله وګورې چې زۀ څۀ کوم.“ اکيس ورته ووئيل، ”ټيک ده. زۀ به تا د ټول عُمر دپاره خپل حِفاظت کوونکے محافظ جوړ کړم.“


هغه به ستاسو نوکران او ستاسو ښۀ څاروى او خرونه واخلى او کار به ترې نه اخلى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan