3 چوکيدارانو زۀ ودرولمه، کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل. ما د هغوئ نه تپوس وکړلو، ”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه چا سره چې زۀ مينه کومه؟“
ما ته ووايه، زما جانانه، تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟ او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې د دمې دپاره چرته راغونډوې؟ نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه
کومو څوکيدارانو چې په ښار کښې ګشت کولونه نو هغوئ زۀ ونيولم، هغوئ زۀ ووهلمه او په وهلو يې تکه شنه کړمه، او د ښار د دېوالونو چوکيدارانو زما د مخ نه پلو اوچت کړونه.
زما د خلقو مشران لکه د محافظانو په شان دى څوک چې په سترګو ړاندۀ دى، او ټول د هيڅ نه هم نۀ دى خبر. هغوئ ټول د ګونګى سپى په شان دى او غپلے نۀ شى، هسې پراتۀ وى او خوبونه کوى. د هغوئ خوب ډېر خوښ دے.
اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.
او راته يې وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره محافظ مقرر کړې، نو هغه کلام واوره کوم چې زۀ تا ته وايم او زما د خوا نه هغوئ ته خبردارے ورکړه.
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟ تۀ څوک لټوې؟“ هغې دا خيال وکړو چې دا د دې باغ مالى دے، نو ورته يې ووئيل، ”صاحبه، کۀ چرې تا هغه د دې ځائ نه وړے وى نو ما ته ووايه چې هغه دې کوم ځائ ښخ کړے دے، او زۀ به هغه يوسم.“
د خپلو مشرانو خبره اورئ او د هغوئ د حُکم تابعدارى کوئ ځکه چې هغوئ ستاسو په روحانى ژوند نظر ساتى او خُدائ پاک به د هغوئ په خپله تپوس کوى، نو هغوئ دې خپله ذمه وارى په خوشحالۍ او بېشکايته سر ته رسوى، هسې نه چې تاسو ته د دې نه څۀ فائده مِلاو نۀ شى.