2 خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل، زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه، د هغه چا پسې به په چوکونو او سړکونو کښې وګرځېږمه چا سره چې زۀ مينه کومه. نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه خو پېدا مې نۀ کړونه.
مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وى، او زما په دروازه کښې انتظار کوى.
ما ته ووايه، زما جانانه، تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟ او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې د دمې دپاره چرته راغونډوې؟ نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه
چوکيدارانو زۀ ودرولمه، کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل. ما د هغوئ نه تپوس وکړلو، ”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه چا سره چې زۀ مينه کومه؟“
نو زۀ راپاڅېدم چې خپل جانان ته ور کولاو کړمه. زما د لاسونو نه عطر په څڅېدو شونه. زما د ګوتو نه د مُر چيړ په څڅېدو شونه کله چې ما د ور کُنډه راښکله.
هيڅ څوک هم ستا نوم نۀ اخلى او نۀ تا ته د رحم سوال کوى. تا زمونږ نه مخ اړولے دے او مونږ دې زمونږ د ګناه په حواله کړې يُو.
د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.
خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو.
د هر څۀ نه مخکښې دا خبره منل ضرورى ده، تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے.
په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.
نو چې نُور هر څيز راڅرګندوى نو ځکه دا وئيلے شوى دى چې، ”اے اودو، ويښ شئ، د مړو نه راپاڅئ. نو د مسيح نُور به په تاسو روښانه شى.“