Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




غزلې 2:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه، چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه، لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزه غرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




غزلې 2:17
10 Iomraidhean Croise  

چې هغه د يوې ښُکلې مينه ناکې او مهربانه هوسۍ په شان ده نو د هغې د بدن ښُکلا دې تا معمور کړى، او تۀ دې هر وخت د هغې د مينې غلام يې.


اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئ، ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.


د دې نه وړاندې چې د سحر باد ولګيږينه او د شپې تيارۀ چې په ختمېدو شينه، زۀ به د مُر غر ته ورمنډه کړمه او د لوبانو غونډو ته به لاړه شمه.


زما جانانه، زر په منډه راشه، او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه خوشبوداره غونډو ته راشه.


زمونږ د خُدائ پاک د خالص رحم په وجه به د سحر نمر په مونږ راوخېژى،


شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.


ځکه چې شريعت صرف د راتلونکو ښو څيزونو سورے دے او د هغه حقيقى څيزونو اصلى شکل نۀ دے، او کومې قربانۍ چې هر کال بې‌ناغې کولے شى دا کله هم هغه خلق کاملولے نۀ شى څوک چې د خُدائ پاک عبادت کوى.


هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“


نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan