1 زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه، او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه.
هغوئ د بسن او جِلعاد په علاقه کښې، هلته په ښارونو او د شارون د څرن په ټولو مُلکونو کښې اوسېدل.
وفادارى د زمکې نه راپورته کيږى، صداقت بره د آسمان نه لاندې راګورى.
جانان زما او زۀ د جانان يمه، هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.
د هغۀ اننګى د باغ په شان دينه، چې د خوشبودارو بوټو نه ډک وينه. د هغۀ شونډې د لاله د ګل په شان دينه، لکه چې د مُر په چيړ خوشبويه شوې وينه.
زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه، خپل د خوشبويانو کټ ته، چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه، او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.
مُلک خوشے او وران ويجاړ پروت دے. د لبنان ځنګلونه اوچ شوى دى او د شارون آباده وادى د صحرا په شان ده او د بسن او د کرمل د غرۀ د ونو نه پاڼې غورزيږى.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى.