16 تۀ ډېر ښُکلے يې زما جانانه، تۀ څومره زړۀ وړونکے ينه، شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.
زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره حسينه ينه، سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.
لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.
زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه، وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه، هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.
دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه، چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان په پرګله کښې راروان دينه، د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.
زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه، غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه. ”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه، زما ګوګوشتکې، زما بېعېبه مينې. زما سر په شبنم باندې لوند دېنه، او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“
نو زۀ راپاڅېدم چې خپل جانان ته ور کولاو کړمه. زما د لاسونو نه عطر په څڅېدو شونه. زما د ګوتو نه د مُر چيړ په څڅېدو شونه کله چې ما د ور کُنډه راښکله.
اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه، تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه.
هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.