11 خو مونږ به د سرو زرو والۍ درته او د سپينو زرو مرۍ جوړې کړونه.
بيا خُدائ پاک وفرمائيل، ”اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى. هغوئ به په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو، څاروو او ځنګلى، وړو او غټو ځناورو باندې اختيار لرى.“
ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى، او هغه عاجزانو ته د خلاصون تاج ورپه سروى.
ستا اننګى څومره ښائسته دينه، او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه. او ستا غړۍ څومره ښائسته ده، او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.
کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه، نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.
کۀ هغه لکه د يو دېوال په شان پېغله وے نه، نو مونږ به د هغې د سپينو زرو د برج سره حفاظت کړے ونه. او کۀ هغه يوه دروازه وے نه، نو مونږ به ورته د دِيار تختې لګولے وے نه.
او ما په پوزه کښې درته نتکۍ او په غوږونو کښې مې والۍ درته واچولې او ښائسته تاج مې در په سر کړو.
هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.