8 نو کله چې سړى بوعز ته ووئيل چې، ”تۀ پټے واخله،“ هغۀ خپله څپلۍ وويستله او بوعز له يې ورکړه.
نو د هغۀ د ورور کونډه ښځه دې د ښار د مشرانو په وړاندې هغۀ له ورشى، د هغۀ يوه څپلۍ دې وباسى، د هغۀ په مخ دې توکاڼې اوتُوکى او وبه وائى چې دا هغه څۀ دى چې د هغه سړى سره به کيږى چې د خپل ورور کور آبادول نۀ غواړى.
په هغه ورځو کښې، د اخستلو خرڅولو او د جائيداد بدلولو، دا رِواج وو چې خرڅوونکى به خپله څپلۍ وويستله او اخستونکى له به يې ورکړله. په بنى اِسرائيلو کښې د دې مطلب دا وو چې خبره پخه شوه.
نو بيا بوعز مشرانو او هلته نورو کسانو ته ووئيل، ”تاسو ټول ګواه اوسئ چې ما د نعومى نه ټول څيزونه واخستل چې هغه د اِلىمَلِک او د هغۀ د زامنو کِليون او محلون دى.