Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 4:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغۀ جواب ورکړو، ”نو په دې وجه زۀ بيا داسې نۀ شم کولے، زۀ خپل حق پرېږدم، کۀ تۀ يې اخستل غواړې نو وا يې خله. ځکه چې د دې مطلب دا دے چې دا به زما د بچو ميراث نۀ وى. نو هم تۀ يې واخله، زما نۀ دے په کار.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 4:6
8 Iomraidhean Croise  

بيا يهوداه د عير ورور اونان ته ووئيل، ”لاړ شه او د خپلې کونډې ورندارې سره څمله. د هغې د خاوند د ورور په توګه د هغې سره خپله ذمه وارى پوره کړه، نو داسې ستا د ورور به هم اولاد وى.“


کۀ يو اِسرائيلے غريب شى او زمکې خرڅولو ته مجبور شى، نو د هغۀ د ټولو نه نزدې خپلوان به زمکه واپس اخلى.


خو کۀ د مړ سړى ورور هغې سره وادۀ کول نۀ غواړى، نو هغه ښځه به د ښار مشرانو ته پېش شى او وبه وائى چې زما لېور خپله ذمه وارى نۀ پوره کوى، هغه دا نۀ غواړى چې د هغۀ د ورور نوم په بنى اِسرائيلو کښې باقى پاتې شى.


نو د ښار مشران دې هغه راوغواړى او د هغۀ سره دې خبره وکړى. کۀ تر اوسه پورې يې وادۀ کول نۀ غواړى،


نو د هغۀ د ورور کونډه ښځه دې د ښار د مشرانو په وړاندې هغۀ له ورشى، د هغۀ يوه څپلۍ دې وباسى، د هغۀ په مخ دې توکاڼې اوتُوکى او وبه وائى چې دا هغه څۀ دى چې د هغه سړى سره به کيږى چې د خپل ورور کور آبادول نۀ غواړى.


نعومى ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بوعز بختور کړى. مالِک خُدائ همېشه د مړو او ژوندو سره وعدې پوره کوى.“ هغې دا هم ووئيل چې، ”هغه سړے زمونږ نزدې رشته‌دار دے، هغه زمونږ د خيال ساتلو ذمه وار دے.“


پاتې شپه دلته تېره کړه، او سحر به مونږ وګورو چې هغه ستا ذمه وارى اخلى يا نه. کۀ اخلى، نو ټيک ده، او کۀ نۀ اخلى، نو زۀ بيا په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به ستا خيال ساتم. نو اوس دلته تر سحره پورې پاتې شه.“


هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ روت يم، ستا د پښو خاوره، په ما نظر وکړه، ځکه چې تۀ زما نزدې رشته‌داره يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan