5 بوعز ووئيل، ”ډېره ښۀ ده، کۀ تۀ د نعومى نه پټے اخلې نو ورسره روت هغه موآبۍ کونډه به هم اخلې، نو دا پټے به د مړى د خاندان په ميراث کښې راځى.“
بيا يهوداه د عير ورور اونان ته ووئيل، ”لاړ شه او د خپلې کونډې ورندارې سره څمله. د هغې د خاوند د ورور په توګه د هغې سره خپله ذمه وارى پوره کړه، نو داسې ستا د ورور به هم اولاد وى.“
”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.
او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.
خو کۀ د مړ سړى ورور هغې سره وادۀ کول نۀ غواړى، نو هغه ښځه به د ښار مشرانو ته پېش شى او وبه وائى چې زما لېور خپله ذمه وارى نۀ پوره کوى، هغه دا نۀ غواړى چې د هغۀ د ورور نوم په بنى اِسرائيلو کښې باقى پاتې شى.