Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 4:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 بيا بوعز د ښار لس مشران راغونډ کړل او هغوئ ته يې هم ووئيل چې کښېنئ او هغوئ کښېناستل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 4:2
9 Iomraidhean Croise  

بيا هغې يو څو خطونه وليکل، د اخى‌اب دستخط يې ورباندې وکړو، د هغۀ مهر يې ورباندې ولګولو او د هغه ښار آفسرانو او مشرانو ته يې ولېږل چرته چې نبوت اوسېدو.


کۀ هغه په يو داسې کس خرڅه کړے شى چې هغه يې د ښځې کولو اراده لرى، خو د هغۀ دا خوښه نۀ وى، نو خپل پلار به دا واپس اخلى، د هغې مالِک دا په پردو خلقو نۀ شى خرڅولے، ځکه چې هغۀ د دې سره ټګى کړې ده.


د هغې خاوند ته په جرګه کښې عزت ملاويږى، کله چې هم دے د ښار د مشرانو سره ناست وى.


مشرانو د ښار په دروازه د جرګو ځايونه پرېښودل او ځوانانو خپل ساز و سرود پرېښودو.


هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو.


خو کۀ د مړ سړى ورور هغې سره وادۀ کول نۀ غواړى، نو هغه ښځه به د ښار مشرانو ته پېش شى او وبه وائى چې زما لېور خپله ذمه وارى نۀ پوره کوى، هغه دا نۀ غواړى چې د هغۀ د ورور نوم په بنى اِسرائيلو کښې باقى پاتې شى.


نن ستاسو ټول سړى، ستاسو مشران او آفسران د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ دى،


د قبيلو ټول مشران او آفسران زما په وړاندې راغونډ کړئ، چې زۀ هغوئ ته دا خبرې وښايم، زۀ به آسمان او زمکه د هغوئ خِلاف ګواهان جوړ کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan