17 د ګاونډ ښځو د ماشوم نوم عوبيد کېښودو. هغوئ هر چا ته وئيل، ”د نعومى کره ماشوم شوے دے.“ عوبيد د يَسى پلار شو، چې هغه د داؤد پلار وو.
نو نعومى ماشوم واخستو، سينې ته يې جُخت کړو او د هغۀ خيال يې ساتلو.
دا د فارص اولاد دے، حصرون زوئ د فارص وو، رام زوئ د حصرون، عمىنداب زوئ د رام، نحشون زوئ د عمىنداب، سلمون زوئ د نحشون، بوعز زوئ د سلمون، عوبيد زوئ د بوعز، يَسى زوئ د عوبيد او داؤد زوئ د يَسى وو.
بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيتلحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“
نو داؤد د يَسى زوئ وو، چې هغه په يهوداه کښې د بيتلحم افراتے وو. د يَسى اتۀ زامن وُو او په هغه وخت کښې چې ساؤل بادشاه وو، هغه يو بوډا سړے وو.