Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 4:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 ستا اِنږور تا سره مينه کوى، هغې ستا دپاره د اوو زامنو نه ډېر څۀ کړى دى. اوس د هغې ماشوم پېدا شوے دے، هغه به تا له يو نوے ژوند درکړى او هغه به ستا په آخرى عُمر کښې خيال ساتى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 4:15
10 Iomraidhean Croise  

کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو خاندان او ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى.


يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.


خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى، هغه صادقان نۀ پرېږدى چې شکست وخورى.


ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.


زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“


نو نعومى ماشوم واخستو، سينې ته يې جُخت کړو او د هغۀ خيال يې ساتلو.


د هغې خاوند القنه به ترې نه تپوس کولو، ”حنه تۀ ولې ژاړې؟ تۀ ولې خوراک نۀ کوې؟ تۀ هر وخت ولې دومره خفه يې؟ زۀ ستا دپاره د لسو زامنو نه ښۀ نۀ يم څۀ؟“


کومو خلقو له چې يو ځل خوراک ورکړے شوے وو نو هغوئ اوس د خوراک دپاره خپل ځانونه مزدوران کړل، خو چې څوک اوږى وُو د هغوئ لوږه ختمه شوه. د شنډې ښځې اووۀ بچى شوى دى، خو د ډېرو بچو مور غمژنه ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan