Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 4:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 ښځو نعومى ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء ووايه چې هغۀ تا له نن نمسے درکړو چې ستا خيال وساتى. دا هلک دې په بنى اِسرائيلو کښې مشهور شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 4:14
13 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.


هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ په رښتيا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده. مالِک خُدائ زما د نېک خپلوانو ته زۀ نېغ راوستلم.“


بيا هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو. هغې وفرمائيل، ”دا ځل به زۀ د مالِک خُدائ ثناء ووايم.“ نو هغې د هغۀ نوم يهوداه کېښودو. بيا د هغې نور بچى پېدا نۀ شول.


هر کله چې د هغې ګاونډيانو او خپلوانو دا واورېدل نو ډېره زياته خوشحالى يې ورسره وکړه چې مالِک خُدائ پرې لوئ رحم وکړو.


څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.


کۀ يو اندام تکليف کښې وى نو ټول ورسره په تکليف کښې وى، او کۀ يو اندام عزت ومومى نو نور ټول اندامونه ورسره خوشحاله وى.


په هر حال کښې شُکر کوئ ځکه چې دا په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو دپاره د خُدائ پاک رضا ده.


اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan