13 نو بوعز د روت سره وادۀ وکړو او کور ته يې بوتله. مالِک خُدائ هغه بختوره کړه، او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې وشو.
نو په دې وجه چې د اِبراهيم د ښځې ساره سره کومه واقعه شوې وه، مالِک خُدائ د ابىمَلِک په محل کښې ټولې ښځې شنډې کړې. نو اِبراهيم د ابىمَلِک دپاره دُعا وکړه او خُدائ پاک هغه روغ کړو، خُدائ پاک د هغۀ ښځه او د هغۀ وينځې هم روغې کړې، چې د دوئ بچى پېدا شى.
اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.
چې کله مالِک خُدائ دا وليدل چې د لِياه سره مينه نۀ کېدله، نو مالِک خُدائ هغې له اولاد ورکړو، خو راحيل شنډه پاتې شوه.
يعقوب راحيل ته غصه شو او وې فرمائيل، ”زۀ خو څۀ خُدائ پاک نۀ يم چې تۀ مې د بچو نه محرومه کړې يې.“
چې کله عِيسو وکتل او هغه ښځې او ماشومان يې وليدل، نو هغۀ تپوس وکړو، ”دا تا سره څوک دى؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، خُدائ پاک په ما ډېر مهربانه دے او دا بچى يې راکړى دى.“
هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى، لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى. مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.
د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.
خو روت، اوس خفه کېږه مه. چې تۀ څنګه غواړې زۀ به هم هغه شان وکړم، لکه چې په ښار کښې ټولو خلقو ته پته ده، چې تۀ يوه شريفه ښځه يې.
او د دې ځوانې ښځې نه چې مالِک خُدائ کوم بچى درکړى هغوئ دې ستا خاندان د فارص د خاندان په شان جوړه کړى، چې هغه د يهوداه او تامار زوئ وو.“
ما د هغۀ نه د دې ماشوم سوال وکړو او چې ما ترې نه د څۀ سوال کړے وو هغه يې ما له راکړو.
کومو خلقو له چې يو ځل خوراک ورکړے شوے وو نو هغوئ اوس د خوراک دپاره خپل ځانونه مزدوران کړل، خو چې څوک اوږى وُو د هغوئ لوږه ختمه شوه. د شنډې ښځې اووۀ بچى شوى دى، خو د ډېرو بچو مور غمژنه ده.