12 او د دې ځوانې ښځې نه چې مالِک خُدائ کوم بچى درکړى هغوئ دې ستا خاندان د فارص د خاندان په شان جوړه کړى، چې هغه د يهوداه او تامار زوئ وو.“
خو هغۀ خپل لاس واپس راښکلو او د هغۀ ورور وړومبے پېدا شو. بيا هغه دايڼې ووئيل، ”تا څنګه د ځان دپاره د راوتلو لار جوړه کړې ده.“ نو د هغۀ نوم فارص شو.
يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو.
د يهوداه د خپلې اِنږور تامار نه دوه زامن فارص او زارح وُو. نو د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو.
آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.
او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو.
دا د فارص اولاد دے، حصرون زوئ د فارص وو، رام زوئ د حصرون، عمىنداب زوئ د رام، نحشون زوئ د عمىنداب، سلمون زوئ د نحشون، بوعز زوئ د سلمون، عوبيد زوئ د بوعز، يَسى زوئ د عوبيد او داؤد زوئ د يَسى وو.
نو عيلى به د القنه او د هغۀ د ښځې دپاره برکت غوښتو او القنه ته به يې فرمائيل، ”مالِک خُدائ دې تا له د دې ښځې نه نور بچى درکړى چې د هغۀ ځائ ونيسى چې کوم تا مالِک خُدائ ته وقف کړے دے.“ د هغې نه پس به هغوئ واپس کور ته تلل.