Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 4:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 نو بوعز د ښار په دروازه کښې د جرګې ځائ ته لاړو او هلته کښېناستو. بيا د اِلى‌مَلِک نزدې رشته‌دار، چې بوعز د هغۀ په حقله وئيلى وُو، راغلو، نو بوعز ورته آواز وکړو، ”زما ملګريه، دېخوا راشه، او دلته کښېنه.“ هغه ورَغلو او هلته کښېناستو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 4:1
21 Iomraidhean Croise  

په هغه ماښام چې دوه فرښتې سدوم ته راغلې، لوط د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې په ځائ کښې ناست وو. چې څنګه هغۀ هغوئ وليدې، نو هغه پاڅېدو او ستړې مشى له ورَغلو. هغه هغوئ ته د عزت نه ټيټ شو


عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“


همور او د هغۀ زوئ شِکم د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې ځائ ته لاړل، او د ښار خلقو سره يې خبره وکړه چې،


هغه به وختى پاڅېدو او لا به ړو او د ښار د دروازې سره به په لاره کښې ودرېدو. کله به هم چې څوک د يوې لانجې سره هلته راغلو چې هغۀ به غوښتل چې بادشاه لانجه هواره کړى، نو ابى‌سلوم به هغه راوغوښتو او تپوس به يې ترې نه وکړو چې هغه د کوم ځائ دے. نو هغه سړى به ورته ووئيل چې زۀ د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې نه يم،


هغه دوه بادشاهان د سامريه د دروازې نه لږ بهر په درمند کښې په خپلو تختُونو باندې ناست وُو چې خپلې شاهى چُوغې يې اغوستې وې او ټولو پېغمبرانو د هغوئ په مخکښې پېشګويانې ورکولې.


کله چې زۀ د ښار دروازې ته تلم، او د جرګې په ځائ کښې به د عزتمندو مشرانو سره کښېناستم،


کۀ ما د يتيمانانو خِلاف خپل لاس اوچت کړے وى، ځکه چې ما ته پته وه چې په عدالت کښې زما ملګرى شته دے،


په لارو کوڅو کښې ما پورې ټوقې کوى، شرابيان مې په بې‌عزتۍ سره په سندرو کښې يادوى.


د هغې خاوند ته په جرګه کښې عزت ملاويږى، کله چې هم دے د ښار د مشرانو سره ناست وى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى.


ما د ګواهانو په وړاندې د هغه زمکې انتقال نامه وليکله او په هغې مې دستخط وکړو او مهر مې پرې ولګولو او هغه سپين زر مې په تله کښې وتلل.


د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى.


”راشئ، راشئ. د شمالى مُلک د جلاوطنۍ نه راوتښتئ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”ځکه ما تاسو په ټوله دُنيا کښې څلور واړو طرفونو ته خوارۀ کړئ،“ مالِک خُدائ فرمائى.


په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.


نو هغه کس د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ.


د هغۀ مور پلار دې هغه د ښار مشرانو له راولى چرته چې هغه اوسيږى او په هغۀ دې فېصله وکړے شى.


خو کۀ د مړ سړى ورور هغې سره وادۀ کول نۀ غواړى، نو هغه ښځه به د ښار مشرانو ته پېش شى او وبه وائى چې زما لېور خپله ذمه وارى نۀ پوره کوى، هغه دا نۀ غواړى چې د هغۀ د ورور نوم په بنى اِسرائيلو کښې باقى پاتې شى.


نو هغه کس دې د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى او د ښار د دروازې سره د جرګې ځائ ته دې لاړ شى او چې څۀ شوى وُو نو هغه دې مشرانو ته بيان کړى. نو بيا به هغه کس له اجازت ورکړى چې ښار ته ورننوځى او د اوسېدو دپاره به يو ځائ ورکړى، نو هغه به هلته اوسيږى.


دا رښتيا دى چې زۀ ستا نزدې رشته‌دار يم او زۀ ستا خيال ساتم، خو دلته ستا، زما نه نزدې بل خپل هم شته.


نعومى ورته ووئيل، ”زما لورې اوس صبر کوه چې د دې خبرې څۀ حل راونۀ وځى نو بوعز به تر هغې پورې په قلاره نۀ کښېنى چې نن دا مسئله حل نۀ کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan