Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 3:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو ولامبه، عطر ولګوه، او د ټولو نه ښې جامې واچوه. او بيا لاندې درمند ته لاړه شه، خو چې هغۀ ته دا پته ونۀ لګى چې تۀ هلته يې تر هغې پورې چې هغۀ خوراک څښاک ختم کړے نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 3:3
10 Iomraidhean Croise  

داؤد د زمکې نه پاڅېدو، وې لامبل، تېل يې ولګول او جامې يې بدلې کړې. بيا هغه لاړو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې عبادت وکړو. کله چې هغه محل ته راواپس شو، هغۀ روټۍ راوغوښته. هغوئ روټۍ ورته کېښوده او هغۀ وخوړه.


نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.


د روژې په درېمه ورځ اِستَر شاهى لِباس واغوستلو، لاړه او د محل په دنننى دربار کښې د تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. بادشاه دننه وو او د محل دروازې ته مخامخ په شاهى تخت ناست وو.


تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.


هر وخت سپينې جامې اغونده او تېل لګوه.


تۀ ما په اوبو ولمبولې او ستا نه مې وينه صفا کړه او ستا په بدن مې تېل ولګول.


خو هر کله چې روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ او مخ وينځئ،


دا ياد ساته چې بوعز، د چا د ښځو سره چې تا کار کولو، هغه زمونږ رشته‌دار دے. اوس دا خبره واوره، هغه به نن شپه په درمند کښې اوربشې بادوى.


تۀ ورته ګوره چې هغه چرته څملى، چې کله هغه اودۀ شى، نو لاړه شه او د هغۀ نه څادر اوچت کړه او ورسره اوده شه. نو هغه به تا ته ووائى چې تۀ به څۀ کوې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan