2 دا ياد ساته چې بوعز، د چا د ښځو سره چې تا کار کولو، هغه زمونږ رشتهدار دے. اوس دا خبره واوره، هغه به نن شپه په درمند کښې اوربشې بادوى.
چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.
د نعومى يو رشتهدار وو چې نوم يې بوعز وو، دا يو مالدار او مشر سړے وو، کوم چې د هغې د خاوند اِلىمَلِک د خاندان نه وو.
بيا بوعز روت ته ووئيل، ”زما خبره واوره، د دې پټى نه بغېر بل ځائ کښې وَږى مۀ ټولوه، دلته د ښځو سره يو ځائ اوسه،
څۀ وخت وروستو نعومى روت ته ووئيل، ”زۀ به خامخا ستا دپاره خاوند لټوم، چې ستا خپل کور آباد شى.
نو ولامبه، عطر ولګوه، او د ټولو نه ښې جامې واچوه. او بيا لاندې درمند ته لاړه شه، خو چې هغۀ ته دا پته ونۀ لګى چې تۀ هلته يې تر هغې پورې چې هغۀ خوراک څښاک ختم کړے نۀ وى.