18 نعومى ورته ووئيل، ”زما لورې اوس صبر کوه چې د دې خبرې څۀ حل راونۀ وځى نو بوعز به تر هغې پورې په قلاره نۀ کښېنى چې نن دا مسئله حل نۀ کړى.“
نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“
د مِصر نه چې کوم مدد ملاويږى نو هغه بېفائدې دے. نو ځکه ما په مِصر باندې يو بل نوم ”بېضرره اژدها“ اېښے دے.
روت دا هم ووئيل چې، ”هغۀ ما ته وئيلى وُو چې تۀ خپلې خواښې له خالى لاسونه مۀ ځه، نو هغۀ ما له دومره ډېرې اوربشې راکړې.“
نو بوعز د ښار په دروازه کښې د جرګې ځائ ته لاړو او هلته کښېناستو. بيا د اِلىمَلِک نزدې رشتهدار، چې بوعز د هغۀ په حقله وئيلى وُو، راغلو، نو بوعز ورته آواز وکړو، ”زما ملګريه، دېخوا راشه، او دلته کښېنه.“ هغه ورَغلو او هلته کښېناستو.