16 کله چې هغه کور ته راغله، خواښې ترېنه تپوس وکړو، ”لورې، څۀ چل وشو؟“ نو روت هغه هر څۀ ورته ووئيل چې بوعز د هغې دپاره کړى وُو.
بوعز هغې ته ووئيل، ”خپل څادر دلته خور کړه.“ او هغې هغه خور کړو، او هغۀ هغې له تقريباً شپاړس سېره اوربشې په څادر کښې واچولې او هغه پنډ يې ورپه سر کړو. او هغه ښار ته واپس راغله.
روت دا هم ووئيل چې، ”هغۀ ما ته وئيلى وُو چې تۀ خپلې خواښې له خالى لاسونه مۀ ځه، نو هغۀ ما له دومره ډېرې اوربشې راکړې.“