12 دا رښتيا دى چې زۀ ستا نزدې رشتهدار يم او زۀ ستا خيال ساتم، خو دلته ستا، زما نه نزدې بل خپل هم شته.
د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.
او په دې معامله کښې دې څوک د خپل ورور په حق تجاوز نۀ کوى او نۀ دې د هغۀ سره دوکه کوى. ځکه چې مالِک به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړى څوک چې داسې کارونه کوى، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته د شروع نه وئيلى وُو او خبردارے مو درکړے وو.
نعومى ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بوعز بختور کړى. مالِک خُدائ همېشه د مړو او ژوندو سره وعدې پوره کوى.“ هغې دا هم ووئيل چې، ”هغه سړے زمونږ نزدې رشتهدار دے، هغه زمونږ د خيال ساتلو ذمه وار دے.“
خو روت، اوس خفه کېږه مه. چې تۀ څنګه غواړې زۀ به هم هغه شان وکړم، لکه چې په ښار کښې ټولو خلقو ته پته ده، چې تۀ يوه شريفه ښځه يې.
پاتې شپه دلته تېره کړه، او سحر به مونږ وګورو چې هغه ستا ذمه وارى اخلى يا نه. کۀ اخلى، نو ټيک ده، او کۀ نۀ اخلى، نو زۀ بيا په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به ستا خيال ساتم. نو اوس دلته تر سحره پورې پاتې شه.“
نو بوعز د ښار په دروازه کښې د جرګې ځائ ته لاړو او هلته کښېناستو. بيا د اِلىمَلِک نزدې رشتهدار، چې بوعز د هغۀ په حقله وئيلى وُو، راغلو، نو بوعز ورته آواز وکړو، ”زما ملګريه، دېخوا راشه، او دلته کښېنه.“ هغه ورَغلو او هلته کښېناستو.
زما خيال دا دے چې تۀ د دې په حقله خبر شې. نو بيا، کۀ دا اخستل غواړې، نو د دې ناستو کسانو په مخکښې ووايه، او کۀ نۀ غواړې، نو هم ووايه، ځکه چې د دې اخستلو اول حق ستا دے او بيا زما.“ هغه سړى ووئيل، ”زۀ به دا واخلم.“