11 خو روت، اوس خفه کېږه مه. چې تۀ څنګه غواړې زۀ به هم هغه شان وکړم، لکه چې په ښار کښې ټولو خلقو ته پته ده، چې تۀ يوه شريفه ښځه يې.
په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“
يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بېحيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى.
يوه پاکه او عزتمنده ښځه څوک پېدا کولے شى؟ هغه د لعلونو نه زياته قيمتى وى.
دا رښتيا دى چې زۀ ستا نزدې رشتهدار يم او زۀ ستا خيال ساتم، خو دلته ستا، زما نه نزدې بل خپل هم شته.