Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 3:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هغۀ ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختوره کړه. تۀ اوس د هغې نه هم لويه وفادارى ښائې چې تا د خواښې دپاره څۀ کړى وُو. تا کولے شول چې يو ځوان سړے دې خوښ کړے وے، مالدار يا غريب، خو تا داسې ونۀ کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 3:10
8 Iomraidhean Croise  

او لابن ورته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه. تۀ هغه سړے يې چې مالِک خُدائ برکت درکړے دے. تۀ دلته بهر ولې ولاړ يې؟ ما په خپل کور کښې ستا دپاره ځائ تيار کړے دے او هلته ستا د اوښانو دپاره هم ځائ شته.“


نعومى هغوئ ته ووئيل، ”تاسو کور ته واپس لاړې شئ او د خپلو ميندو سره اوسېږئ. مالِک خُدائ دې په تاسو مهربانه وى لکه څنګه چې تاسو په ما او زما په مړو زامنو مهربانه وئ.


بوعز ووئيل، ”زۀ د هر څۀ نه خبر يم چې تا د خاوند د مرګ نه پس د خواښې څومره خِدمت کړے دے. ما ته پته ده چې تا څنګه مور پلار او خپل مُلک پرېښودو او هغه خلقو له راغلې چې تا مخکښې نۀ پېژندل.


نعومى ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بوعز بختور کړى. مالِک خُدائ همېشه د مړو او ژوندو سره وعدې پوره کوى.“ هغې دا هم ووئيل چې، ”هغه سړے زمونږ نزدې رشته‌دار دے، هغه زمونږ د خيال ساتلو ذمه وار دے.“


په دې کښې بوعز په خپله د بيت‌لحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“


هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ روت يم، ستا د پښو خاوره، په ما نظر وکړه، ځکه چې تۀ زما نزدې رشته‌داره يې.“


سموئيل ساؤل له لاړو، ساؤل ورته په خېر راغلے ووئيل او ورته يې ووئيل، ”سموئيله، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. ما د مالِک خُدائ حُکم منلے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan