9 سړو ته ګوره چې چرته هغوئ لو کوى نو په هغوئ پسې شاته ښځو سره کار کوه. ما خپلو سړو ته وئيلى دى چې هغوئ تا نۀ تنګوى. هر کله چې تۀ تږې شې، نو د هغې منګو نه اوبۀ څښه چې دوئ ډک کړى دى.“
خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې.
اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم.
هغه فرمائى، ”زما غوره شوو خلقو ته څۀ ونۀ وايئ، او نۀ زما پېغمبرانو ته نقصان ورسوئ.“
نو دا کس هم د هغه چا په شان دے څوک چې د بل چا د ښځې سره څملى، څوک هم چې د هغې سره زنا کوى نو د سزا نه به خلاص نۀ شى.
هر هغه څوک کۀ يو جام يخې اوبۀ دې ورکوټى له په دې وجه ورکړى چې هغه زما مريد دے، نو زۀ درته دا وايم چې هغه کس به بېاجره پاتې نۀ شى.“
اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى.
مونږ ته پته ده چې څوک چې د خُدائ روحانى بچى دى هغوئ په ګناه کښې نۀ اوسيږى، خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى.
روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“
بيا بوعز روت ته ووئيل، ”زما خبره واوره، د دې پټى نه بغېر بل ځائ کښې وَږى مۀ ټولوه، دلته د ښځو سره يو ځائ اوسه،