6 مشر جواب ورکړو، ”دا ځوانه ښځه د نعومى سره د موآب نه راغلې ده.
خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى؟ زما خو خپل بچى هم نشته او دغه د دمشق اِلىعزر زما وارث دے.
يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه،
نو فوطيفار د هغۀ نه خوشحال وو او هغه يې خپل ذاتى خِدمتګار او د خپل کور مشر يې جوړ کړو او خپل هر څۀ يې هغۀ ته وسپارل.
چې ماښام شو نو د باغ مالِک خپل ناظر ته ووئيل چې مزدوران راوغواړه او د هغوئ مزدورى ورکړه، د وروستۍ قبيلې نه يې شروع کړه او په وړومبۍ يې ختمه کړه.
نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.
خو روت ورته ووئيل، ”ما د ځان نه مۀ شړه، ما ته مۀ وايه چې درنه ايساره شم. چې چرته ځې، هلته به ځم، چې چرته اوسې، هلته به اوسم. ستا خلق به زما خلق وى، او ستاسو خُدائ پاک به زما خُدائ پاک وى.
دوئ مزل کولو چې بيتلحم ته ورسېدې. د هغوئ په رسېدو، د ښار ټول خلق د هغوئ په ننداره شول، او ښځو ووئيل، ”دا په رښتيا نعومى ده؟“
نو داسې، نعومى د خپلې موآبۍ اِنږور روت سره د موآب نه واپس راغله. د اوربشو لَو شروع وو، چې دوئ بيتلحم ته ورسېدلې.
بوعز د لَوګرو مشر نه تپوس وکړو، ”دا ځوانه ښځه څوک ده؟“
هغې ما ته ووئيل چې ما په لَوګرو پسې پاتې شوو وږو راټولولو ته پرېږده. هغه د سحر وختى نه تر اوسه پورې کار کوى او د لږې لحظې دپاره دالان لاندې دمې ته کښېناسته.“