21 بيا روت ووئيل، ”د دې نه ښۀ خبره دا ده، چې هغۀ ما ته ووئيل چې د لَوګرو د کار تر ختمولو پورې وَږى راټولوه.“
نعومى ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بوعز بختور کړى. مالِک خُدائ همېشه د مړو او ژوندو سره وعدې پوره کوى.“ هغې دا هم ووئيل چې، ”هغه سړے زمونږ نزدې رشتهدار دے، هغه زمونږ د خيال ساتلو ذمه وار دے.“
نعومى روت ته ووئيل، ”آو لورې، دا به ډېره ښۀ وى چې د بوعز په پټو کښې د ښځو سره کار کوې. کۀ چرې تۀ د بل چا پټو ته لاړې نو څوک به لاس درواچوى.“