2 يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“
کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مونږ ستا ورور عِيسو له لاړُو او هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو دپاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“
خپلو د انګورو باغونو ته واپس مۀ ورځئ چې هغه انګور راټول کړئ کوم چې پاتې شوى وى يا غورزېدلى وى، دا غريبانانو او مسافرو ته پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
د هيچا په حقله دروغ مۀ خوروئ او کله چې د چا د ژوند مقدمه وى، کۀ هغه ستاسو د ګواهۍ په وجه بچ کېدے شى نو ګواهى ورکړئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى د لَو نه پاتې وى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ.
کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى پاتې شى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ، دا د غريبانانو خلقو او مسافرو دپاره پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
روت پټو ته لاړه او لَوګرو پسې وروستو پاتې شوى وَږى يې راټولول. نو داسې وشول چې هغه د بوعز په پټى کښې وه.
هغې ما ته ووئيل چې ما په لَوګرو پسې پاتې شوو وږو راټولولو ته پرېږده. هغه د سحر وختى نه تر اوسه پورې کار کوى او د لږې لحظې دپاره دالان لاندې دمې ته کښېناسته.“
هغې جواب ورکړو، ”په ما باندې د رحم نظر وکړه. بيا هغه لاړه، خوراک يې وکړو او پرېشانى يې ختمه شوه.“