Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د خوراک په وخت بوعز روت ته ووئيل، ”روټۍ واخله، او دا سرکې سره وخوره.“ نو هغه د لَوګرو سره کښېناسته، او بوعز څۀ وريتې دانې هم هغې له ورکړې. هغې دومره وخوړه چې پرې ښۀ مړه شوه، او څۀ خوراک پاتې هم شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 2:14
17 Iomraidhean Croise  

هغوئ جامونه، د خاورو لوښى، بسترې او داؤد او د هغۀ د سړو دپاره خوراک هم راوړو لکه غنم، اوربشې، اوړۀ، وريتې دانې، کورښې، دالونه، شات، پنير، ماستۀ او داسې څۀ ګډې هم. هغوئ ته پته وه چې داؤد او د هغۀ سړى به په صحرا کښې اوږى، تږى او ستړى وى.


تۀ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډېر خوراک ما له، تۀ مې سر په تېلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له، تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.


خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.


اوږې خلق په خپل خوراک کښې شريک کړئ، او بې‌کوره غريبانانو له پناه ورکړئ. چا ته چې د جامو حاجت وى نو هغوئ له جامې ورکوئ او د خپلو خپلوانو سره د مدد کولو نه مۀ پټېږئ.


هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او هغوئ چې پاتې شوې ټوکړې راټولې کړې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.


او د څاروو دپاره به واښۀ درته ملاويږى. او ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ.


تاسو چې د خوراک دپاره څۀ غواړئ هغه هر څۀ به درته ملاويږى او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم آباد مُلک درکړے دے د هغې دپاره به تاسو د هغۀ شُکر ادا کړئ.


روت ورته ووئيل، ”نېکه، تۀ په ما ډېر مِهربانه يې. ستاسو نرمو خبرو زۀ په آرام کړې يم، سره د دې چې زۀ ستاسو د وينځې برابره هم نۀ يم.“


کله چې هغه وَږو ټولولو له ورغله، بوعز لَوګرو ته حُکم وکړو، ”پرېږدئ چې هغه وَږى هم راټول کړى چرته چې ګېډۍ پرَتې دى، او هغه بېخى مۀ منع کوئ. د دې نه علاوه، څۀ وَږى د ګېډو نه ورله راوباسئ چې هغه يې راټول کړى.“


نو هغې دا ښار ته يوړل او خواښې ته يې وښودل چې هغې څومره راټول کړى دى. او د هغې د خوراک نه پاتې شوې وريتى دانې يې هم هغې له ورکړې.


يوه ورځ يَسى داؤد ته ووئيل، ”دا لس کلو وريتې دانې او لس روټۍ واخله او زر زر يې کېمپ ته خپلو وروڼو له يوسه.


ابى‌جيل زر زر دوه سوه روټۍ راټولې کړې، دوه د ميو نه ډکې مشکيزې، پينځۀ حلال شوى ګډان او لس کلو وريتې دانې، سل د کشمشو موټى او دوه سوه موټى د اوچو اينځرو يې واخستل او په خرونو يې بار کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan