10 روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“
هغۀ وکتل او څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى مشى له ورمنډه کړل. د عزت نه ورته ټيټ شو،
بادشاه سلامت، زما د پلار مکمل خاندان د دې حقداره ده چې ووژلے شى، خو تا زۀ د دې حقدار کړم چې ستا د دسترخوان روټۍ وخورم. بادشاه سلامت، زۀ هيڅ حق نۀ لرم چې تا ته د رحم فرياد وکړم.“
بيا داؤد د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته دننه لاړو، کښېناستو او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، زۀ او زما خاندان د دې لائق نۀ يُو، څۀ چې تا زمونږ دپاره کړى دى.
مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“
د هغوئ سره د يو اِسرائيلى په شان سلوک کوئ او د هغوئ سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ياد ساتئ، تاسو هم په يو وخت کښې د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،
زۀ څوک يم چې زما د مالِک مور دې زما تپوس له راشى؟
چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى.
لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.
بوعز ووئيل، ”زۀ د هر څۀ نه خبر يم چې تا د خاوند د مرګ نه پس د خواښې څومره خِدمت کړے دے. ما ته پته ده چې تا څنګه مور پلار او خپل مُلک پرېښودو او هغه خلقو له راغلې چې تا مخکښې نۀ پېژندل.
روت ورته ووئيل، ”نېکه، تۀ په ما ډېر مِهربانه يې. ستاسو نرمو خبرو زۀ په آرام کړې يم، سره د دې چې زۀ ستاسو د وينځې برابره هم نۀ يم.“
نعومى د هغې نه تپوس وکړو، ”تا نن دا دومره وَږى چرته نه راټول کړى دى؟ تا د چا په پټى کښې کار کولو؟ هغه سړے دې بختور شى چې ستا خيال يې وساتلو.“ نو روت نعومى ته ووئيل چې، ”نن ما د چا په پټو کښې کار کولو د هغه سړى نوم بوعز دے.“
يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“
سړو ته ګوره چې چرته هغوئ لو کوى نو په هغوئ پسې شاته ښځو سره کار کوه. ما خپلو سړو ته وئيلى دى چې هغوئ تا نۀ تنګوى. هر کله چې تۀ تږې شې، نو د هغې منګو نه اوبۀ څښه چې دوئ ډک کړى دى.“
کله چې ابىجيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو