1 د نعومى يو رشتهدار وو چې نوم يې بوعز وو، دا يو مالدار او مشر سړے وو، کوم چې د هغې د خاوند اِلىمَلِک د خاندان نه وو.
مناحم د اِسرائيل د ټولو مالداره سړو نه په زور پېسې اخستلې. هر يو کس به پنځوس د سپينو زرو سيکې محصُول ورکولو. نو تغلت فلاسر واپس خپل مُلک ته لاړو.
هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.
کۀ ما د خپل مال دولت په وجه خوشحالى کړے وے، يا چې ما سره ډېر څۀ دى،
د سلمون نه بوعز، د دۀ مور راحب وه، د بوعز نه عوبيد پېدا شو، د دۀ مور روت وه. د عوبيد نه يَسى،
زوئ د يَسى، زوئ د عوبيد، زوئ د بوعز، زوئ د سلمون، زوئ د نحشون،
يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“
دا رښتيا دى چې زۀ ستا نزدې رشتهدار يم او زۀ ستا خيال ساتم، خو دلته ستا، زما نه نزدې بل خپل هم شته.
دا ياد ساته چې بوعز، د چا د ښځو سره چې تا کار کولو، هغه زمونږ رشتهدار دے. اوس دا خبره واوره، هغه به نن شپه په درمند کښې اوربشې بادوى.