Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 او مالِک خُدائ دې وکړى چې تاسو دواړه بيا وادۀ شئ او خپل کورونه آباد کړئ.“ نو نعومى هغوئ رخصتولو دپاره ښُکلې کړې. خو هغوئ په ژړا شوې

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 1:9
8 Iomraidhean Croise  

چې هغه ښُکلولو له ورته راغلو په اِسحاق د هغۀ د جامو بوئ ولګېدو، نو هغۀ خپل برکت ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”واه واه، زما د زوئ وږمه د پټو د بوئ په شان ده کوم له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.


بيا يعقوب، راحيل ښُکل کړه او د خوشحالۍ نه په ژړا شو،


تا دې ته هم پرې نۀ ښودم چې ما خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړے وے او دوئ ته مې په مخه ښه وئيلى وے. دا دې د کم عقلتوب کار کړے دے.


بيا په ژړا ژړا کښې، هغۀ خپل ټول وروڼه غاړه ويستل او ښُکل يې کړل. د هغې نه پس ورسره وروڼو خبرې اترې شروع کړې.


بيا هغوئ ټولو وژړل او پولوس له يې غاړه ورکړه او ښکل يې کړو.


او هغوئ هغې ته ووئيل، ”نه، مونږ به تا سره ستا مُلک ته ځُو.“


نعومى هغوئ ته ووئيل، ”تاسو کور ته واپس لاړې شئ او د خپلو ميندو سره اوسېږئ. مالِک خُدائ دې په تاسو مهربانه وى لکه څنګه چې تاسو په ما او زما په مړو زامنو مهربانه وئ.


څۀ وخت وروستو نعومى روت ته ووئيل، ”زۀ به خامخا ستا دپاره خاوند لټوم، چې ستا خپل کور آباد شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan