8 نعومى هغوئ ته ووئيل، ”تاسو کور ته واپس لاړې شئ او د خپلو ميندو سره اوسېږئ. مالِک خُدائ دې په تاسو مهربانه وى لکه څنګه چې تاسو په ما او زما په مړو زامنو مهربانه وئ.
نو مالِک خُدائ دې په تا مِهربانه شى او تا ته دې خپله وفادارى وښائى. تا چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه به زۀ هم تا سره ښۀ سلوک وکړم.
اے ښځو، د خپلو خاوندانو داسې تابعدارى کوئ لکه څنګه چې تاسو د مالِک تابعدارى کوئ.
اے ميرمنو، تاسو د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ ځکه چې دا په مالِک کښې ستاسو فرض دى.
ځکه چې تاسو ته پته ده چې د مالِک د طرف نه به د دې په اجر کښې تاسو ته ميراث مِلاو شى. تاسو د مالِک مسيح خِدمت کوئ.
محلون او کِليون هم مړۀ شول، او نعومى بېخى يواځې پاتې شوه، چې نۀ يې خاوند وو او نۀ زامن.
دوئ يو ځائ يهوداه ته واپس روانې شوې، خو په لاره کښې
او مالِک خُدائ دې وکړى چې تاسو دواړه بيا وادۀ شئ او خپل کورونه آباد کړئ.“ نو نعومى هغوئ رخصتولو دپاره ښُکلې کړې. خو هغوئ په ژړا شوې
نعومى ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بوعز بختور کړى. مالِک خُدائ همېشه د مړو او ژوندو سره وعدې پوره کوى.“ هغې دا هم ووئيل چې، ”هغه سړے زمونږ نزدې رشتهدار دے، هغه زمونږ د خيال ساتلو ذمه وار دے.“
هغۀ ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختوره کړه. تۀ اوس د هغې نه هم لويه وفادارى ښائې چې تا د خواښې دپاره څۀ کړى وُو. تا کولے شول چې يو ځوان سړے دې خوښ کړے وے، مالدار يا غريب، خو تا داسې ونۀ کړل.