7 دوئ يو ځائ يهوداه ته واپس روانې شوې، خو په لاره کښې
د اوؤم کال په ختمېدو، هغه واپس اِسرائيل ته راغله او بادشاه له لاړه چې مِنت ورته وکړى چې خپله زمکه او کور ورته واپس مِلاو شى.
بيا موسىٰ يترو رُخصت کړو او يترو خپل مُلک ته واپس لاړو.
او هغوئ هغې ته ووئيل، ”نه، مونږ به تا سره ستا مُلک ته ځُو.“
دوئ بيا په ژړا شوې. عرفه په مخه ښه وئيلو دپاره خواښې ښُکله کړه او واپس کور ته لاړه، خو روت د هغې لمن نيولې وه.
څۀ وخت وروستو نعومى خبر شوه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو ته د فصلونو نعمت ورکړو، هغه د اِنږوريانو سره د موآب نه تللو ته تياره شوه.
نعومى هغوئ ته ووئيل، ”تاسو کور ته واپس لاړې شئ او د خپلو ميندو سره اوسېږئ. مالِک خُدائ دې په تاسو مهربانه وى لکه څنګه چې تاسو په ما او زما په مړو زامنو مهربانه وئ.