بيا به تۀ په خپل زړۀ کښې ووائې، دا دومره بچى ما له چا راکړل؟ زما بچى خو ختم شوى وُو او نور بچى مې نۀ کېدل. زۀ جلاوطن کړے شوے وم او شړلے شوے وم، دا بچى ما له چا راکړل؟ زۀ خو يواځې پاتې وم، دا بچى د کوم ځائ نه راغلل؟“
زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.