21 زۀ بختوره لاړم، خو مالِک خُدائ تش لاس سپېره راولېږلم. ما ته ولې نعومى وايئ، چې قادر خُدائ زۀ غورزولې يم. او هغۀ په سختۍ کښې اچولې يم؟“
هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“
تۀ خپل ګواهان زما خِلاف بيا راتازه کړې، او خپله غصه زما خِلاف زياتوې، تۀ زما خِلاف تازه دم فوجيان رالېږې.
ځکه چې تۀ زما خِلاف ترخې خبرې ليکې، او تۀ ما له د ځوانۍ د ګناه سزا راکوې.
تا زۀ ګېر کړے يم، او دا زما خِلاف يو ثبوت دے، چې زۀ اوچ کلک او کمزورے شوے يم، او دا زما خِلاف ګواهى ورکوى.
ځکه چې خُدائ پاک زۀ کمزورے او عاجز کړے يم، نو ځکه هغوئ زما ادب نۀ کوى.
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
تاسو به د هغوئ د غټېدو اِنتظار کوئ څۀ؟ دا به تاسو د بل چا سره د ودېدو نه ايساروى څۀ؟ نه، زما لوڼو، تاسو ته پته ده چې دا نۀ شى کېدے. مالِک خُدائ زما مل نۀ دے، په تاسو زما زړۀ سوزى.“