Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 1:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 هغې ووئيل، ”ما ته نعومى مۀ وايئ، ما ته ماره وايئ، ځکه چې قادر خُدائ زما ژوند تريخ کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 1:20
16 Iomraidhean Croise  

ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بې‌عېبه اوسه.


قادر خُدائ دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو چې هغه بنيامين او هغه ستاسو بل ورور دواړه تاسو ته واپس کړى. خو کۀ زما بچى خامخا مړۀ کيږى، نو مړۀ دې شى.“


ولې تۀ د خُدائ پاک هغه پټې خبرې معلومولے شې؟ او يا تۀ د قادر خُدائ حد معلومولے شې څۀ؟


نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے.


چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوئ څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د قادر خُدائ تربيت ته سپک مۀ ګورئ.


ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.


هغه به ما ساه اخستو ته پرې نۀ ږدى، خو زما ژوند به د غمونو نه ډک کړى.


زۀ به ټوله ورځ کړېدلم، هر سحر به وهلے کېدلم.


زۀ د ځوانۍ نه کړېدلے او مرګ ته رانزدې شوے يم. ما ستا يره تيره کړله او پرېشانه شوے يم.


چې کله دوئ ماره ته راغلل، نو دوئ د ماره اوبۀ نۀ شوې څښلے ځکه چې د دې ځائ اوبۀ ترخې وې. نو د دې ځائ نوم ماره اېښودلے شوے وو.


زۀ د قادر خُدائ په توګه اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب ته راڅرګند شوم، خو ما خپل ځان په هغوئ باندې د خپل پاک نوم ”مالِک خُدائ“ په توګه ونۀ پېژندلو.


ټوله شپه ما د درد په وجه چغې وهلې، دا داسې وُو لکه چې زمرے زما هډُوکى ماتوى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.


همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.


مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“


ما په ښار کښې د خُدائ کور ونۀ ليدو ځکه چې مالِک قادر مطلق خُدائ پاک او ګډُورے په خپله د دې ښار د خُدائ پاک کور دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan