Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د روت کِتاب 1:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 تاسو به د هغوئ د غټېدو اِنتظار کوئ څۀ؟ دا به تاسو د بل چا سره د ودېدو نه ايساروى څۀ؟ نه، زما لوڼو، تاسو ته پته ده چې دا نۀ شى کېدے. مالِک خُدائ زما مل نۀ دے، په تاسو زما زړۀ سوزى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د روت کِتاب 1:13
11 Iomraidhean Croise  

بيا يهوداه خپلې اِنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه او تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل وروڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه او د خپل پلار په کور کښې اوسېده.


اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم.


هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.


ځکه چې ستا غشو سورے کړے يم، او په خپل لاس دې وهلے يم.


مالِک خُدائ هغوئ له تر هغه سزا ورکوله چې هغوئ ټول د قوم نه ختم شوى نۀ وُو.


هر ځل چې هغوئ جنګ له تلل، نو مالِک خُدائ به د هغوئ خِلاف وو او هغوئ به يې د شکست سره مخ کول، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو چې هغه به هم داسې وى. هغوئ په سخت کړاؤ کښې راګېر وُو.


واپس خپلو کورونو ته لاړې شئ، زۀ ډېره بوډۍ او د بيا وادۀ کېدو نۀ يم. کۀ چرې زۀ داسې وګڼم چې تر اوسه څۀ اُميد شته، نو کۀ نن شپه وادۀ هم شوم او زما زامن وشول،


دوئ بيا په ژړا شوې. عرفه په مخه ښه وئيلو دپاره خواښې ښُکله کړه او واپس کور ته لاړه، خو روت د هغې لمن نيولې وه.


زۀ بختوره لاړم، خو مالِک خُدائ تش لاس سپېره راولېږلم. ما ته ولې نعومى وايئ، چې قادر خُدائ زۀ غورزولې يم. او هغۀ په سختۍ کښې اچولې يم؟“


نو هغوئ بيا د فلستيه ټول بادشاهان راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو د لوظ صندوق واپس خپل ځائ ته ولېږئ، نو داسې به دا مونږ او زمونږ خاندان ونۀ وژنى.“ ټول ښار په وارخطايۍ آخته وو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ له ډېره سخته سزا ورکوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan