11 نعومى په جواب کښې ورته ووئيل، ”زما لوڼو، تاسو واپس لاړې شئ، تاسو ما سره ولې تلل غواړئ؟ په دې خيال چې زما به بيا زامن وشى او هغوئ به تاسو وادۀ کړى؟
بيا يهوداه خپلې اِنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه او تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل وروڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه او د خپل پلار په کور کښې اوسېده.
خو اونان ته پته ولګېده چې هغه بچى به د اونان خپل نۀ وى، نو چې کله به هغه د خپلې کونډې ورندارې سره څملاستو نو هغۀ به د نر اوبۀ په زمکه څڅولې، چې داسې به د هغۀ د ورور بچى نۀ وى.
کۀ دوه وروڼه يو ځائ اوسيږى او يو د هغوئ نه مړ شى او يو زوئ يې هم پاتې نۀ شى، نو د هغۀ کونډه ښځه به د پردى سړى سره وادۀ نۀ کوى، دا د مړ سړى د ورور ذمه وارى ده چې هغه وادۀ کړى او د هغې سره کوروالے کوى.
او هغوئ هغې ته ووئيل، ”نه، مونږ به تا سره ستا مُلک ته ځُو.“
واپس خپلو کورونو ته لاړې شئ، زۀ ډېره بوډۍ او د بيا وادۀ کېدو نۀ يم. کۀ چرې زۀ داسې وګڼم چې تر اوسه څۀ اُميد شته، نو کۀ نن شپه وادۀ هم شوم او زما زامن وشول،