10 او هغوئ هغې ته ووئيل، ”نه، مونږ به تا سره ستا مُلک ته ځُو.“
هر څوک چې تا نه يريږى زۀ د هغوئ ټولو ملګرے يم، او د هغوئ ټولو هم څوک چې ستا په شريعت عمل کوى.
په زمکه باندې ټول مؤمنان دى رښتينې شريفان، په دوئ کښې زما خوشحالى ده.
دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“
نعومى په جواب کښې ورته ووئيل، ”زما لوڼو، تاسو واپس لاړې شئ، تاسو ما سره ولې تلل غواړئ؟ په دې خيال چې زما به بيا زامن وشى او هغوئ به تاسو وادۀ کړى؟
دوئ يو ځائ يهوداه ته واپس روانې شوې، خو په لاره کښې
او مالِک خُدائ دې وکړى چې تاسو دواړه بيا وادۀ شئ او خپل کورونه آباد کړئ.“ نو نعومى هغوئ رخصتولو دپاره ښُکلې کړې. خو هغوئ په ژړا شوې