9 ځکه چې وعده داسې شوې وه چې، ”تقريباً يو کال وروستو به زۀ تا ته واپس راشم او په دې وخت کښې به د ساره زوئ شوے وى.“
خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“
يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې.
داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“
اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو.
نو زۀ په دې مسئله کښې تاسو ته نصيحت کوم چې په دې خلقو غم غرض مۀ ساتئ او پرېږدئ چې لاړ شى. ځکه کۀ چرې دا منصوبه يا کار د انسانانو د خوا نه وى نو دا به په خپله ناکاميابه شى.
هم د ايمان په وسيله اِبراهيم د آزمېښت په وخت اِسحاق د قربانۍ په توګه پېش کړو. اِبراهيم چا سره چې خُدائ پاک لوظونه کړى وُو هغه دې ته تيار شو چې خپل يکى يو زوئ قربان کړى،