8 مطلب دا چې د اِبراهيم په نسل کښې ټول د خُدائ پاک حقيقى بچى نۀ دى، خو صرف د خُدائ د وعدې په مطابق پېدا شوى د اِبراهيم اولاد بللے شى.
هغه مونږ په پردو کښې شمېرى. هغۀ مونږه خرڅې کړې يُو او زمونږ په سر هغۀ چې څومره روپۍ اخستې وې هغه ټولې يې ختمې کړې دى.
راتلونکے نسل به يې خِدمت کوى، د مالِک خُدائ بيان به راتلونکى نسل ته کوى.
مالِک خُدائ به د قومونو په مردمشمارۍ کښې داسې وليکى، چې، ”دا دى هغه خلق چې صيون کښې پېدا شوى دى.“
تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو.
ځکه چې هر څوک چې د خُدائ پاک د روح په هدايت چليږى، هغوئ د خُدائ پاک بچى دى.
دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو،
ځکه چې ټول کائنات د خُدائ پاک د بچو د ښکاره کېدو دپاره په ډېر شوق سره په طمع دے.
تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ. نو کله چې تاسو په مړى باندې غم کوئ، نو خپل ځانونه د نورو خلقو په شان مۀ زخمى کوئ يا د تندى نه بره وېښتۀ مۀ کلوئ.
هم د ايمان په وسيله ساره د ماشوم پېدا کولو طاقت وموندو، اګر کۀ هغه ډېره بوډۍ او شنډه هم وه خو د هغې دا ايمان وو چې خُدائ پاک به خپل لوظ پوره کوى.