7 او نۀ د اِبراهيم ټول اولاد د خُدائ پاک رښتينى بچى دى، خو صحيفې وائى چې، ”هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“
خو خُدائ پاک وفرمائيل، ”اِبراهيمه، د خپلې وينځې او د هلک په حقله مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.
تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
خو هغۀ جواب ورکړو چې، نه، پلاره اِبراهيمه. کۀ د مړو نه څوک هغوئ ته لاړ شى نو هغوئ به هله توبه ګار شى.
نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
هغوئ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ د اِبراهيم اولاد يُو، مونږ چرې هم د چا غلامان شوى نۀ يُو. ستا د دې وينا نه څۀ مطلب دے چې تاسو به آزاد شئ؟“
د وينځې زوئ په عام طور پېدا شو، او د آزادې ښځې زوئ د خُدائ پاک د وعدې په مطابق پېدا شو.
نو ملګرو، اوس تاسو د اِسحاق په شان د خُدائ پاک د وعدې بچى يئ.
ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.
کۀ څۀ هم چې خُدائ پاک فرمائيلى وُو، ”چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“