6 ښه نو بيا خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو سره په خپله وعده پوره کولو کښې ناکامه شو؟ نه، خبره داسې نۀ ده ځکه چې ټول بنى اِسرائيل په حقيقت کښې د خُدائ غوره شوى خلق نۀ دى.
زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
کله چې عيسىٰ نتنىايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“
هغه خلق خُدايان بللے کېدل چا ته چې د خُدائ پاک کلام راغلے وو، خو مونږ په دې پوهيږو چې صحيفې بدلېدے نۀ شى.
دا رښتيا خبره چې په دوئ کښې ځينې بېوفا وُو، خو ولې د دوئ بېوفائى به د خُدائ پاک وفادارى ختمه کړى؟
هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى.
د خُدائ پاک سلامتى او رحم دې په هغه چا وى څوک چې د دې قانون په مطابق ژوند تېروى، او هم دې د خُدائ پاک په خپلو ايماندارانو خلقو وى.
ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.
کۀ مونږ بېوفا شُو خو هغه به وفادار پاتې شى، ځکه چې هغه نۀ شى کولے چې د خپل ځان نه اِنکار وکړى.“