Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




روميان 9:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




روميان 9:5
45 Iomraidhean Croise  

زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“


يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.


بناياه ورته ووئيل، ”هم داسې به وشى او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې دا خبره يقينى کړى.


د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ستائينه اوس او د همېشه دپاره کوئ.“ بيا ټولو خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، آمين.“


مالِک خُدائ خپل تخت په آسمان کښې قائم کړے دے، او د هغۀ بادشاهى په هر څۀ باندې قائمه ده.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى څوک چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، د ازل نه تر ابده پورې دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى. راځئ چې ټول په شريکه سره ووايو، ”آمين.“ ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.


مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.


اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى، د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.


د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.


ثناء صِفت دې تر ابده پورې د مالِک خُدائ وى. آمين ثُمه آمين.


د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى.


ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانو‌ايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.


هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې بابل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى.


خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.


داؤد خو په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“


زۀ او زما پلار يو يُو.“


د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.


خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.


ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک حقيقت په دروغو بدل کړو او د مخلوق عبادت او خِدمت يې د هغه خالِق په ځائ وکړو، څوک چې تل تر تله د حمد لائق دے، آمين.


دا زيرے د هغۀ د زوئ په حقله دے، څوک چې په انسانى طور د داؤد په نسل کښې پېدا شو،


نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے.


ډېر بنى اِسرائيل اوس هم د زيرى دشمنان دى. او دا ستاسو دپاره فائده ده. خو دوئ اوس هم خُدائ پاک ته د خپلو نيکونو اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په وجه ګران دى.


فرض کړه، کۀ تۀ په روح کښې حمد و ثنا کوې او يو نا آشنا کس چې هلته موجود وى نو هغه بيا ستا په شُکر ګزارۍ څنګه آمين کولے شى؟ ځکه چې هغه نا آشنا په دې نۀ پوهيږى چې تۀ څۀ وائې.


د مالِک عيسىٰ د خُدائ پاک او پلار حمد و ثنا دې همېشه وى، هغه خبر دے چې زۀ دروغ نۀ وايم.


خو د مالِک خُدائ مينه ستاسو پلار نيکۀ سره دومره زياته وه چې د نورو خلقو په ځائ يې تاسو خوښ کړئ او تر اوسه پورې د هغۀ غوره خلق يئ.


په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.


نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے.


ياد ساته چې عيسىٰ مسيح د مړو نه راژوندے شوے دے او د داؤد د نسل نه دے، دا زما زيرے دے،


خو د عيسىٰ اِمامت ابدى دے ځکه چې هغه تل تر تله ژوندے دے.


او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.


او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.


ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې جماعتونو ته دا ګواهى ورکړى چې زۀ د داؤد د څانګې او نسل نه يم او د سبا ځلېدونکے ستورے يم.“


څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.


او څلور واړو جاندارو پرې، ”آمين“ ووې او مشران د عبادت دپاره په سجده پرېوتل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan